ads

د عراق د بهرنيو چارو پخوانى وزير طارق عزيز پر مرګ محكوم شو

عراقي محكمې د د غه هېواد د بهرنيو چارو پخوانى وزير او مرستيال صدراعظم طارق عزيز د مرګ پر سزا محكوم كړ. طارق عزيز د صدام حسين له نږدې مشاورينو څخه بلل كېږي، چې ده ته تر دې وړاندې هم د يو شمېر سوداګرو   عراقي محكمې د د غه هېواد د بهرنيو چارو پخوانى […]

نویسنده: TKG
5 لړم 1389

عراقي محكمې د د غه هېواد د بهرنيو چارو پخوانى وزير او مرستيال صدراعظم طارق عزيز د مرګ پر سزا محكوم كړ. طارق عزيز د صدام حسين له نږدې مشاورينو څخه بلل كېږي، چې ده ته تر دې وړاندې هم د يو شمېر سوداګرو

 

عراقي محكمې د د غه هېواد د بهرنيو چارو پخوانى وزير او مرستيال صدراعظم طارق عزيز د مرګ پر سزا محكوم كړ.

طارق عزيز د صدام حسين له نږدې مشاورينو څخه بلل كېږي، چې ده ته تر دې وړاندې هم د يو شمېر سوداګرو د اعداموولو په تور سزا اورول شوې وه.

نوموړى د صدام حسين د حكومت په وروستيو شېبو كې  يوازنى حكومتي استازى و.

ويل كېږي، چې طارق عزيز په دغو ورځو كې د فلج له كبله معلول شوى دى.

د عراق دولتي تلوېزيون څخه په خپاره شوي خبر كې راغلي، چې د عراق د جنايي جرمونو پروړاندې سترې محكمې طارق عزيز د مذهبي ډلو د له منځه وړولو په تور د مرګ پر سزا محكوم كړى.

طارق عزيز له آره د عيسوي دين پيروان دى او په ۲۰۰۳ ميلادي كال كې كله، چې امريكايي ځواكونو بغداد ونيوه، نو ده سمدستي ځان هغو ته وسپاره.

نوموړي ته په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې د ۴۲ سوداګرو د اعدامولو په تور د ۱۵ كاله بند سزا وركړل شوې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA