ځايي چارواكو ويلي، چې د بغلان ولایت د دهانه غوري په جوى نو کلي كې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو په تر سره شويو عملیاتو کې ۶ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ځايي چارواكو ويلي، چې د بغلان ولایت د دهانه غوري په جوى نو کلي كې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو په تر سره شويو عملیاتو کې ۶ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د بغلان د امنیه قومندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت كليد ته وویل، چې تېره شپه د قومندان لعل په نوم چې د وسله والو طالبانو یو سمه ییز قومندان دی د نیولو لپاره عملیات په لاره اچول شوي وو، چی د هغه ۶ ملګري په دغه عملیاتو کې وژل شوی دي، خو نوموړی نه دی نیول شوی.
يادې سرچينې خپل لور ته د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.
بلخوا د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته د ټیلفون له لارې په خبرو كې ادعا وكړه، چې تېره شپه يې ملګرو د دهانه غوري د چینو په سیمه کې له ګډو ځواكونو سره نښته كړې، چې په پایله كې د ګډو ځواكونو ۲ سرتيري، چې یو يې بهرنی او بل افغان سرتېری دى وژل شوي دي.
مجاهد په دغه نښته كې د خپلو ۵ ملګرو د وژل كېدو خبر هم وركړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


