ads

پکتیکا كې له امنیتي کمپنیو د وسلو راټولولو لړۍ پیل شوه‫

په هېواد کې د جمهور رئيس کرزي د ۶۲ ګنه لیک حکم پر اساس په پکتیکا ولايت کې له شخصي امنیتي کمپنیو څخه د وسلو ټولولو لړۍ پیل شوه‫.‬ په پکتیکا کې د وسلې ټولوني دغه   په هېواد کې د جمهور رئيس کرزي د ۶۲ ګنه لیک حکم پر اساس په پکتیکا ولايت کې […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1389

په هېواد کې د جمهور رئيس کرزي د ۶۲ ګنه لیک حکم پر اساس په پکتیکا ولايت کې له شخصي امنیتي کمپنیو څخه د وسلو ټولولو لړۍ پیل شوه‫.‬ په پکتیکا کې د وسلې ټولوني دغه

 

په هېواد کې د جمهور رئيس کرزي د ۶۲ ګنه لیک حکم پر اساس په پکتیکا ولايت کې له شخصي امنیتي کمپنیو څخه د وسلو ټولولو لړۍ پیل شوه‫.‬

په پکتیکا کې د وسلې ټولوني دغه لړۍ د نظري شخصي امنیتي شرکت څخه پیل شوه، ‬چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ټولو هغو امنیتي شرکتونو څخه، چې د دولت له چوکاټه د باندي فعالیت کوي و سلې ټولي اود ډایاک پروګرام ته وسپارل شي‫.‬

له همدې امله د پكتيكا ولايت په امنیه قومندانۍ کې جوړې شویې غونډې ته چې د پکتیکا پر والي محب الله ‬صمیم‫‬ سربېره امنیه قومندان او یو شمېر نورو نظامي او دولتي چارواکو هم ګډون کړی و، د پکتیکا والي محب الله صمیم  په دې اړه وویل،‬ چې دوى د ولسمشر حامد کرزي د حکم له مخي د دې شخصي امنیتي کمپنو له مسؤلینو سره ګډه ناسته کړې، چې په ترح کې یې ټولې شخصي امنیتي کمپنۍ  د دولت په چوکاټ کې خپلي وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپاري‫.‬

صمیم زیاتوي، چې هغه څوک، چې په شخصي امنیتي کمپنیو کې وي او د اکمالاتو د ساتني دندي یې درلودې، هغوى د جمهور رئيس د حکم پر اساس د افغانستان په دولتي او امنیتي ځواکونو کې په رسمي او قانوني ډول دندي تر سره کوي او د دولت له لوري به امتیاز ورته ورکړل شي.

د یاوني وړ ده، چې په پکتیکا کې ټولی ۸ شخصي امنیتي كمپنۍ فعالیت کوي، چې د ناټو ځواکونو د موټرو ساتنه یې پرغاړه ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA