ads

هلمند كې ۳ وسله وال طالبان او يو شمېر وسلې ونيول شوې

په هلمند ولايت کې امنيتې سرچينو خبر ورکړى، چې د يو لړ تر سره شويو عملياتو په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان او يو شمېر وسلې نيولي دي. د دغو کسانو او وسلو د نيولو په اړه د   په هلمند ولايت کې امنيتې سرچينو خبر ورکړى، چې د يو لړ تر سره […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1389

په هلمند ولايت کې امنيتې سرچينو خبر ورکړى، چې د يو لړ تر سره شويو عملياتو په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان او يو شمېر وسلې نيولي دي. د دغو کسانو او وسلو د نيولو په اړه د

 

په هلمند ولايت کې امنيتې سرچينو خبر ورکړى، چې د يو لړ تر سره شويو عملياتو په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان او يو شمېر وسلې نيولي دي.

د دغو کسانو او وسلو د نيولو په اړه د هلمند ولايت د ملي امنيت مرستيال محمود خان وايي، چې په دغه درې تنو وسله والو طالبانو کې يو تن د هغوى قومندان ملامرجان دى.

هغه وايي ياد قومندان، چې مشهور په منيب وو، په نادعلي ولسوالۍ کې يې د دولت پر وړاندي فعاليت كاوه.

نوموړي زياته كړه، چې  يادو كسانو د قومي مشرانو او دولتې سرتېرو په وژنو كې په  ښكاره لاس درلود او په خپلو  كړو جرمونو يې اعتراف هم كړى دى.

د ده  په وينا، په ياده موده كي يې درې ميله كلاشنكوفونه، يوه پيكاه،  دوه پايې مخابرې، ماينونه او بېلابېل چاودېدونكي توكي هم نيولي دي.

د يو بل خبر له مخې د هلمند ولايت امنيه قومندان محمد حکيم انګار وايي، چې تېره ورځ يې له درې امنيتي کمپنيو څخه څلور نوي ميله وسلي تر لاسه کړي دي، چې ٨٣ يې کلاشينکوفونه او ١١ميله يې پيکاوې دي.

انګار وايي، دغه وسلې يې ډاياک پروګرام ته سپارلي دي، خو زياتوي، چې لا هم له يادو دريو کمپنيو سره ګڼ شمېر وسلې شته، چې په نږدې راتلونكي كې به هغه هم ترې واخيستل شي.

د امنيه قوماندان په وينا، په هلمند ولايت كې پنځه امنيتي كمپنۍ راجستر دي، چې په خپل وار سره  به ورڅخه  ور ور راجستر شوې وسلي واخلي او د ډاياك پروسې ته به يې وسپاري.

نوموړي زياته كړه، كه د امنتي كمپنيو ساتونكي وغواړي، چې د پوليسو په ليكو كي ودريږي دوى كولاى شي، چې خپل نومونه د جلب او جذب په  څانګوكي ثبت كړي او تر روزني وروسته  د پوليسو په ليكو كې خپله دنده پيل كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA