ads

هرات كې ۱۶۱ ښوونځي پر لابراتوارونو مجهز شول

د هرات ولايت د پوهنې رياست چارواكو خبر وركړى، چې د دغه ولايت ۱۶۱ ښوونځي، چې په نږدې تېر كې جوړ شوي وو پر لابراتوارونو مجهز شول. د هرات ولايت د پوهنې رئيس غلام حضرت تنها كليد ته وويل،   د هرات ولايت د پوهنې رياست چارواكو خبر وركړى، چې د دغه ولايت ۱۶۱ ښوونځي، […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1389

د هرات ولايت د پوهنې رياست چارواكو خبر وركړى، چې د دغه ولايت ۱۶۱ ښوونځي، چې په نږدې تېر كې جوړ شوي وو پر لابراتوارونو مجهز شول. د هرات ولايت د پوهنې رئيس غلام حضرت تنها كليد ته وويل،

 

د هرات ولايت د پوهنې رياست چارواكو خبر وركړى، چې د دغه ولايت ۱۶۱ ښوونځي، چې په نږدې تېر كې جوړ شوي وو پر لابراتوارونو مجهز شول.

د هرات ولايت د پوهنې رئيس غلام حضرت تنها كليد ته وويل، چې د دغو لابراتوارونو لګښت، چې ۲۱ مليونه افغانۍ كېږي د پوهنې وزارت لخوا دوى ته په دې نږدې ورځ كوې وركړل شوي، چې په وينايې، په ښوونځيو كې د دغه رياست لخوا د جوړو شويو شوراګانو په مرسته به يې پېرل پيل شي.

تنها زياته كړه، هر هغه ښوونځى، چې ۴۴۹ زده كوونكي ولري هغو ته د ۱۰۰ زره افغانيو په لګښت، هر هغه ښوونځى، چې تر ۱۰۰۰ پورې زده كوونكي ولري، هغو ته ۱۵۰ زرو افغانيو په لګښت او هغه ښوونځي، چې له ۱۰۰۰ زيات زده كوونكي ولري، هغو ته به د ۲۷۵ زره افغانيو په لګښت د لابراتوار اړوند توكي وپېرل شي.

د نوموړي په وينا، د دغه كار په ترسراوي، به د هرات ۹۰ سلنه ښوونځي په لابراتوارونو او كتابتونونو مجهز شي، چې په وينا يې، دا كار د زده كوونكو د ظرفيت په لوړاوي كې مهم رول لري.

د يادونې وړ ده، چې تېر كال هم د پوهنې وزارت لخوا هرات ولايت پوهنې رياست ته ۹۱ مليونه افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې له لارې يې د هرات په بېلابېلو سيمو كې پرې ۵۳۰ ښوونځي پر لابراتوارونو او كتابتونو مجهز شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA