ads

ننګرهار كې ۳۰۰ رېكشې او موټرسايكلونه ونيول شول

د ننګرهار د ترافيکو مديريت د هغو ۳۰۰ رېکشو او موټرسايکلونو د نيولو خبر ورکوي، چې د چاپېريال د ککړتيا لامل شوي وو او دغه راز يې د اسناد نه لرلو ترڅنګ چلوونکو له ترافيکي قوانينو سرغړونه کوله. د ننګرهار د ترافيکو مديريت د هغو ۳۰۰ رېکشو او موټرسايکلونو د نيولو خبر ورکوي، چې د […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1389

د ننګرهار د ترافيکو مديريت د هغو ۳۰۰ رېکشو او موټرسايکلونو د نيولو خبر ورکوي، چې د چاپېريال د ککړتيا لامل شوي وو او دغه راز يې د اسناد نه لرلو ترڅنګ چلوونکو له ترافيکي قوانينو سرغړونه کوله.

د ننګرهار د ترافيکو مديريت د هغو ۳۰۰ رېکشو او موټرسايکلونو د نيولو خبر ورکوي، چې د چاپېريال د ککړتيا لامل شوي وو او دغه راز يې د اسناد نه لرلو ترڅنګ چلوونکو له ترافيکي قوانينو سرغړونه کوله.

د ننګرهار د ترافيکو مدير غلام دستګير رحيمي وايي، په نيول شويو ريکشو کې ډېرى يې د تېلو پرځاى پرګازو او مبلايلو اکماليدلې او د ډېرو لوګيو په رامنځته کولو سره يې د ښار چاپېريال ککړ کړى و.

دى دغه راز ځينې نيول شوې ريکشې بې اسناده ګڼي او د شاوخوا يونېم سلو موټرسايکلونو د نيول کېدو دليل دا ښيي، چې چلوونکو يې د چلونې پرمهال ځانګړې شوې خولۍ نه پرسرولې.

د ترافيکو مدير مني، چې ورته رېکشې او موټرسايکلې به نورې هم وي، خو شمېر يې نه ښيي.

جلال اباد ښار، چې په وړه غېږه  کې يې د خلکو د ډېروالي ترڅنګ پرګڼو موټرسايکلو او موټرو سربېره  تر پينځو زرو ډېرې ريکشې  ليدل کېږي، يو شمېر خلک يې ترافيکي چارواکي پر وړاندې سم ګام اخېستو کې پاتې بولي.

خو د دې چارواکو په وينا، چې دوى د ترافيکي اسانتياوو په پوره برابرولو کې ځکه پاتې دي، چې له يوې خوا يې پرسونل کم دى او له بلې خوا ښار وړوکى او د لېږدونکو وسيلو شمېر ډېر دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA