ads

فارياب كې ۱۳ تنه وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاى شول

فاریاب ولایت کې د مخالفینو یو ډله له وسلو او مهماتو سره يو ځاى د سولې له پروسې سره یو ځای شول. یاده ډله چې شمېر يې ۱۳ تنو ته رسېږي، د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.   فاریاب ولایت کې د مخالفینو یو ډله له وسلو او مهماتو سره يو ځاى د […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1389

فاریاب ولایت کې د مخالفینو یو ډله له وسلو او مهماتو سره يو ځاى د سولې له پروسې سره یو ځای شول. یاده ډله چې شمېر يې ۱۳ تنو ته رسېږي، د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

 

فاریاب ولایت کې د مخالفینو یو ډله له وسلو او مهماتو سره يو ځاى د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

یاده ډله چې شمېر يې ۱۳ تنو ته رسېږي، د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د فاریاب والی ویاند محمد جاوید بیدار كليد ته وویل، چې تېره ورځ د دې ولایت د غورماچ ولسوالۍ د ولي كلا وسېدونكى قومندان ملا محی الدین له خپلو ۱۲ تنو نورو ملګرو سره د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

نوموړي زياته كړه، چې یادې ډلې له ځانه سره څلور میله راکټ، څلور میله کلاشنکوفونه او یو څه مهمات هم راوړي وو، چې دولت ته یې تسلیم کړل.

د فاریاب د والي ویاند د قومندان ملا محی الدین له خولې وايي، چې ده پر نورو مخالفینو هم غږ وکړ تر څو دوی هم د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

همداراز عبد الحق شفق په وینا، تسليم شويو كسانو له جنګه لاس اخيستى او له دولته په خپله سیمه کې د عام ګټو پروژو غوښتنه كوي.

د ځايي چارواكو په وینا، تر دې وړاندې هم په فارياب ولايت كې څه باندی لس تنه وسله وال مخالفین په انفرادي او ډله ييزه توګه له دولت سره یو ځای شوي وو.

خو د سولې کمېسیون تر جوړېدو ورسته دا لومړی ځل دی، چې د دولت ضد مخالفینو یوه لویه ډله د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA