ads

د كندوز- تخار پر لويه لاره دوه بهرنيان نادركه شول

د ځايي چارواكو په وينا، د تخار –  کندوز پر لویه لاره پرون له غرمې وروسته دوه تنه بهرنیان تیری تم شویدی. د تخار والي ویاند فیض محمد توحیدي وایي، چې دغه بهرنیان کندوز ولایت ته پر لاره وو، چې د نامعلومو کسانو له خوا یرغمل شویدي.   د ځايي چارواكو په وينا، د تخار […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1389

د ځايي چارواكو په وينا، د تخار –  کندوز پر لویه لاره پرون له غرمې وروسته دوه تنه بهرنیان تیری تم شویدی. د تخار والي ویاند فیض محمد توحیدي وایي، چې دغه بهرنیان کندوز ولایت ته پر لاره وو، چې د نامعلومو کسانو له خوا یرغمل شویدي.

 

د ځايي چارواكو په وينا، د تخار –  کندوز پر لویه لاره پرون له غرمې وروسته دوه تنه بهرنیان تیری تم شویدی.

د تخار والي ویاند فیض محمد توحیدي وایي، چې دغه بهرنیان کندوز ولایت ته پر لاره وو، چې د نامعلومو کسانو له خوا یرغمل شویدي.

توحیدي زیاتوي، چې د یوه بهرني، موټر د ینګي كلا د پله د پاسه موندل شوى دی، خو خپله بهرنى نادركه دى.

بلخوا د کندوز د خان اباد ولسوالۍ امنیه قومندان نظام الدین ناشر کلید ته وویل، چې دغه بهرنیان په کندوز کې نه بلکې په تخار ولایت کې نادرکه شوي دي.

تردې مهاله دا نه ده معلومه، چې یادو بهرنیانو له كومې ادارې سره كار کاوه او څه ډول يرغمل شوي دي او نه هم د دغې تښتونې پړه چا پر غاړه اخيستې.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA