چاودنه نن غرمه د دولسو بجو په شاوخوا كې د كندهار ښار اړوند د عيدګاه په سيمه كې د كندهار پوهنتون ته څېرمه د دوولسمې حوزې پر پوليسو شوې. د عيني شاهدانو په وينا، دوه پوليس، چې له يادې سيمې
چاودنه نن غرمه د دولسو بجو په شاوخوا كې د كندهار ښار اړوند د عيدګاه په سيمه كې د كندهار پوهنتون ته څېرمه د دوولسمې حوزې پر پوليسو شوې.
د عيني شاهدانو په وينا، دوه پوليس، چې له يادې سيمې څخه پر موټر سايكل تېرېدل پرې چاودنه وشوه او په ترڅ كې يې دواړه ژوبل شول.
خو د كندهار د امنيت امر سمونوال فضل احمد شېرزاد كه څه هم د بمي چاودنې پخلى كوي، وايي، چاودنه كې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د كندهار د ميرويس روغتون نوكريوال ډاكټران وايي، چې له يادې پېښې دوى ته دوه ټپيي پوليس وروړل شوي وو.
د دې پېښې مسؤليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخېستى.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د کندهار ښار اړوند د کابل دروازې په سیمه کې ناپېژاندو وسله والو په یوه غلچکي برید کې یو پولیس وژلى او بل سخت ټپي كړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


