ads

د ترافيكي پېښې له كبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره پرون د يوې ترافيکي پېښې په ترڅ كې پينځه تنه مړه او څو نور ټپيان شول، چې چارواکي يې د شمېر په اړه بېلا، بېل نظرونه لري. د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره پرون د يوې ترافيکي پېښې په ترڅ كې پينځه تنه مړه او […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1389

د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره پرون د يوې ترافيکي پېښې په ترڅ كې پينځه تنه مړه او څو نور ټپيان شول، چې چارواکي يې د شمېر په اړه بېلا، بېل نظرونه لري.

د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره پرون د يوې ترافيکي پېښې په ترڅ كې پينځه تنه مړه او څو نور ټپيان شول، چې چارواکي يې د شمېر په اړه بېلا، بېل نظرونه لري.

د ننګرهار د ترافيکو مدير غلام دستګير رحيمي وايي، پېښه له جلال اباده تورخم ته د يوه تلونکي کرولا او له تورخمه جلال اباد ته د يوه راتلونکي بس موټر ترمنځ د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو سيمه کې شوې، چې له كبله يې په بس کې ناستې درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي.

رحيمي په پېښه کې د شپږو تنو د ټپي کېدو خبره هم كوي، خو دا نه وايي، چې ټپيان د کوم موټر سپرلۍ دي.

د ترافيکو مدير وايي، چې د مړو جسدونه او ټپيان ټول د غني خېلو روغتون ته لېږدول شوي او پېښه د همدې ولسوالۍ په امنيې قومندانۍ کې تر څېړنې لاندې ده.

د غني خېلو ولسوال حاجي زلمي هم کليد ته د پېښې او تر ډېره د ترافيکو مدير د خبرو پخلى وکړ، خو ده د ټپيانو شمېره درې تنه او هغه هم نارينه وښودل.

ولسوال هم د ترافيکو مدير په شان له دې ناخبري وښوده، چې ټپي شوي کسان په کوم موټر کې سپاره ول.

ننګرهار، چې وخت، نا وخته پكې داسې مرګونې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، د موټر چلوونکو پرناپامۍ سربېره يې چارواکي د ترافيکو د پرسونل کموالى هم هغه څه لامل ګڼي، چې له امله يې داسې پېښې رامنځته کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA