د فارياب ولايت ځايي چارواكو ويلي چې تېره ورځ له غرمې وروسته د بلچراغ ولسوالۍ امنيه قومندان له بمي چاودنې ژوندى ووت. د چارواكو په وينا، په دغه بريد كې يو سرتېرى ټپي شوى او په تور يې دوه وسله وال مخالفین نیول شوي دي.
د فارياب ولايت ځايي چارواكو ويلي چې تېره ورځ له غرمې وروسته د بلچراغ ولسوالۍ امنيه قومندان له بمي چاودنې ژوندى ووت.
د چارواكو په وينا، په دغه بريد كې يو سرتېرى ټپي شوى او په تور يې دوه وسله وال مخالفین نیول شوي دي.
د فاریاب ولایت امنیه قوماندان دویم څارن سید مسعود یعقوبي كليد ته وویل، چې د بلچراغ ولسوالۍ امنیه قوماندان د ګزمې پله پاره له خپلې له قرارگاه څخه د باندې وتى وو، چې موټر يې د سړک د غاړې پر ځاى پر ځاى شوي ماین چې له لېرې اداره کېده وخت.
دنوموړي په وينا، د بلچراغ امنيه قومندان ته څه زيان نه دى اوښتى، خو له امله يې د یادې قومندانۍ یو سرتېری ټپي شوى.
یعقوبی زیاته کړه، چې له برید ورسته د سیمې د اوسیدونکو په مرسته هغه دوه تنه، چی ماین يې ښخ کړی وو، له یوه ریموټ سره و نیول شول.
نوموړي همداراز وویل، چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اقرار هم کړى دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې فاریاب ولایت كې دغه راز پېښې رامنځته كېږي، بلکې تر دې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم د دې ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي بريد د پنځو ملکي وګړو ژوند اخیستی وو.
د يادونې وړ ده، چې دغه ځانمرګى بريد د یوه ۱۳ کلن هلك لخوا تر سره شوى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


