ads

د ايراني مرستو په اړه د امريكايي چارواكو اندېښنې

امريكايي چارواكي د ايران لخوا افغانستان سره د نغدي مرستو كولو ته د شك په سترګه ګوري. د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند، پي جي كرولي ويلي، چې واشنګټن د ايران لخوا افغانستان سره   امريكايي چارواكي د ايران لخوا افغانستان سره د نغدي مرستو كولو ته د شك په سترګه ګوري. د امريكا […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1389

امريكايي چارواكي د ايران لخوا افغانستان سره د نغدي مرستو كولو ته د شك په سترګه ګوري. د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند، پي جي كرولي ويلي، چې واشنګټن د ايران لخوا افغانستان سره

 

امريكايي چارواكي د ايران لخوا افغانستان سره د نغدي مرستو كولو ته د شك په سترګه ګوري.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند، پي جي كرولي ويلي، چې واشنګټن د ايران لخوا افغانستان سره پر مرستې نيوكه نه كوي، بلكې ايران د خپلو ګاونډيو هېوادونو د ناامنه كولو يو تاريخ لري.

نوموړي زياته كړې، چې د امريكا خلك او نړيواله ټولنه په دې پوهېږي او بايد وپوهېږي، چې ايران په افغانستان كې د منفي اثر او رسوخ پيدا كولو كوښښونه كوي.

نوموړي پر ايراني چارواكو غږ وكړ، چې د اخلاقي ذمه واريو له مخې دې په خپل كاونډي هېواد افغانستان كې د مثبت رول په تر سره كولو كې هڅې وكړي.

سرچينې زياته كړه، چې افغانستان داسې يو هېواد نه دى، چې هلته ترهګرو ته خوندي ځاى وموندل شي.

تر دې وړاندې جمهور رئيس كرزي د ايران لخوا افغانستان سره د شوې مرستې پخلى كړى و او ويلي يې وو، چې دغه مرسته په شفاف ډول شوې.

نوموړي په يوې خبري ناستې كې د هغه خبر پر وړندې، چې په نيويارك ټايمز كې چاپ شوى و او پكې ويل شوي وو، چې د جمهور رئيس كرزي مرستيالانو ته ايران پيسې وركوي كلك غبرګون وښود.

د نيويارك ټايمز د ريپوټ له مخې، دغه پيسې ځكه يادو مرستيالانو ته وركول كېږي، چې په افغانستان كې د ايران د ګټو لپاره كار وكړي.

خو جمهور رئيس كرزي ويلي وو، چې دغه پيسې يوه تن ته نه بلكې د جمهوري رياست د دفتر چلونې لپاره وركړل شوې وې، چې دغه راز مرستې د امريكا په شمول نورو هېوادونو هم كړي دي.

د ايران حكومت په روان كال كې يو يا دوه ځله شاوخوا ۶۰۰ زره يورو مرسته كړې.

په ريپوټ كې ويل شوي، چې د روان ميلادي كال په اګست كې د جمهور رئيس كزري لخوا ايران ته د سفر له پاى وروسته د نوموړي د دفتر مشر عمر داودزي ته په افغانستان كې د ايران سفير فدا حسين مالكي د يورو يوه ډكه خلته وركړې وه.

په ريپوټ كې د افغان او غربي چارواكو لخوا دعوه شوې، چې ايران غواړي په افغانستان كې خپل اثر او رسوخ زيات كړي.

په ريپوټ كې دغو چارواكو تور لګولى، چې د ايران لخوا مرسته شوي سلګونه زره ډالره د افغان سياست مدارانو، قومي مشرانو او طالب قوماندانانو د نږدې كسانو پېرلو لپاره كارول شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA