ځايي چارواكو ويلي، چې د هرات ولايت د اوبه ولسوالۍ امنيه قومندان له خپلو ۳ ساتونكو سره يو ځاى د سړك د غاړې بمي چاودنې كې ووژل شول. د چارواكو په وينا، دغه پېښه نن سهار نږدې ۱۰ د اوبه ولسوالۍ په مربوطاتو كې رامنځته شوې.
ځايي چارواكو ويلي، چې د هرات ولايت د اوبه ولسوالۍ امنيه قومندان له خپلو ۳ ساتونكو سره يو ځاى د سړك د غاړې بمي چاودنې كې ووژل شول.
د چارواكو په وينا، دغه پېښه نن سهار نږدې ۱۰ د اوبه ولسوالۍ په مربوطاتو كې رامنځته شوې.
د هرات ولايت د والي وياند نقيب آروين كليد ته وويل، چې د اوبه ولسوالۍ امنيه قوماندان او سرتيري پر ګزمه بوخت وو، چې موټر يې د سړك د غاړې پر ځاى پر ځاى شوي ماين وخوت.
د نوموړي په وينا، په دغې پېښې كې د اوبه ولسوالۍ امنيه قومندان له ۳ ساتونكو سره يې مړه او ۳ نور سرتېري ټپيان شول.
ويل كېږي، دغه ماين په دې نږدې ورځو كې د طالبانو لخوا په دغه سيمه كې ځاى پر ځاى شوى و.
د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې.
د اوبه ولسوالۍ د هرات ولايت د ختيځ په ۹۰ كيلو مترۍ كې پرته ده، چې د ځايي خلكو په وينا، په دې وروستيو كې دغه ولسوالۍ كې د طالبانو شمېر زيات شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


