ads

ختيځ كې له ورستيو عملياتو راهيسې امنيتي وضعيت ښه شوى

د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېوا قومندان په ختيځ زون کې د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد وروستي پوځي عمليات دلته د امنيتي وضعې د ښه کېدو لامل ګڼي، خو وايي، اوس هم ځينو سرحدي سيمو کې امنيتي ستونزې موجودې دي.     د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېوا قومندان […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1389

د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېوا قومندان په ختيځ زون کې د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد وروستي پوځي عمليات دلته د امنيتي وضعې د ښه کېدو لامل ګڼي، خو وايي، اوس هم ځينو سرحدي سيمو کې امنيتي ستونزې موجودې دي.

 

 

د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېوا قومندان په ختيځ زون کې د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد وروستي پوځي عمليات دلته د امنيتي وضعې د ښه کېدو لامل ګڼي، خو وايي، اوس هم ځينو سرحدي سيمو کې امنيتي ستونزې موجودې دي.

جنرال محمد افضل، چې په ختيځ کې د مېشتو ملي اردو ځواکونو مشري کوي، په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته وويل، چې د کونړ په مرورې او دانګام او د لغمان په ګړوچ، بادپښ او الېشنګ کې د دوى او ايتلافي ځواکونو او د ننګرهار په شېرزادو او خوګياڼو ولسواليو کې د ځانګړيو امريکايي او افغان کومانډو ځواکونو عملياتو ښې پايلې لرلې او په ټوله کې د همدې امله د ختيځ زون امنيتي وضعيت ښه شوى دى.

په ختيځ کې د ملي اردو ځواکونو قومندان دغه راز د ننګرهار په شېرزادو او دوربابا او د کونړ په غازي اباد کې، چې درې واړه سرحدي ولسوالۍ دي، د ځينو امنيتي ستونزو شتون مني، خو نور جزيات يې په اړه نه ورکوي.

جنرال محمد افضل همدا شان له نور څه ويلو پرته وايي، چې د اوسنيو شته لږو امنيتي ستونزو ختمولو په پار هم امنيتي پلان جوړ شوى دى.

د هېواد ختيځ، چې له ګاونډي پاکستان سره لنډه ګډه پوله لري، څو مياشتې وړاندې پکې د امنيتي پېښو په زياتېدو سره چارواکو ويل، چې پاکستاني وسله وال دغلته د ناامنيو په نيت راځي.

دا خبره که څه هم د دولت وسله والو مخالفو ډلو ردوله، خو ترڅو عملياتو وروسته په ځانګړې ډول د ننګرهار شېرزادو کې ځينو ځايي خلکو ويل، چې د دولت له مخالفې غاړې وژل شوي پکې د پاکستان وزيرستاني وسله وال دي.

پر ختيځ زون وروستي عمليات سره له دې، چې د چارواکو په وينا، حکومت ته په ګټه وو، څو ځايه او په ځانګړي ډول په لغمان کې يې ولسي مرګ، ژوبله هم رامنځته کړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA