ads

افغانستان كې د ملكي مرګ ژوبلې په اړه پلټنې

نړيوالو ځواكونو ويلي، چې دوى د افغانستان په جنوب كې د هغو ۲۵ ملكي وګړو د مړينې په اړه پلټنې كوي، چې د ناټو ځواكونو په هوايي بريد كې وژل شوي وو. نړيوالو ځواكونو ويلي، چې دوى د افغانستان په جنوب كې د هغو ۲۵ ملكي وګړو د مړينې په اړه پلټنې كوي، چې د […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1389

نړيوالو ځواكونو ويلي، چې دوى د افغانستان په جنوب كې د هغو ۲۵ ملكي وګړو د مړينې په اړه پلټنې كوي، چې د ناټو ځواكونو په هوايي بريد كې وژل شوي وو.

نړيوالو ځواكونو ويلي، چې دوى د افغانستان په جنوب كې د هغو ۲۵ ملكي وګړو د مړينې په اړه پلټنې كوي، چې د ناټو ځواكونو په هوايي بريد كې وژل شوي وو.

ناټو ځواكونو په هلمند ولايت كې د هوايي بريد پخلى كړى وو، خو ويلي يې وو، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې بريد كې ملكي وګړي نه وو وژل شوي.

اى پي خبري اژانس د افغان چارواكو له خولې خبر وركړى، چې د ناټو ځواكونو په دغه هوايي بريد كې ۲۵ ملكي كسان وژل شوي.

د هلمند د ولايتي شورا مشر فضل باري په وينا، ځايي چارواكو ده ته ويلي، چې په دغه بريد كې ۲۵ تنه وژل شوي او ښايي دغه شمېره لوړه شي.

د نوموړي په وينا، وژل شوي كسان د هلمند ولايت د بغران كلي په جومات كې ناست وو، خو د ناټو چارواكو ويلي وو، چې دوى ته تر اوسه داسې راپور نه دى ور رسېدلى، چې بريد كې دې كوم جومات په نښه شوى وي.

د صالح په نامه يوه عيني شاهد اى پي اژانس ته ويلي، چې سهار ۲ بجې بهرني سرتېري دغې سيمې ته راغلل او له هوايي بريد وړاندې يې له وسله والو طالبانو سره لنډه نښته وشوه.

د صالح په وينا، د دغه لوى جومات يوازې دوه دېواله او يوه وړه خونه روغه ده، نور ټول جومات ويجاړ شوى، چې خلك اوس هم له جوماته د مړيو په راويستلو بوخت دي.

د افغانستان په جنوب او ختيزو ولايتونو كې د پاكستان پولې ته څېرمه، وسله والو طالبانو تل د نړيوالو ځواكونو پر وړاندې خپله جګړه توده ساتلې او دواړو لوريو ته د مرګ ژوبلې خبرونه ترې راځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA