ads

په اوركزۍ ايجنسۍ كې چاودنې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان د قبايلي سيمې اوركزۍ ايجنسۍ په قلات سيمه كې يوه چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.   ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان د قبايلي سيمې اوركزۍ ايجنسۍ په قلات سيمه كې يوه چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ تنو […]

نویسنده: TKG
3 لړم 1389

ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان د قبايلي سيمې اوركزۍ ايجنسۍ په قلات سيمه كې يوه چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان د قبايلي سيمې اوركزۍ ايجنسۍ په قلات سيمه كې يوه چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

دغه پېښه د دوشنبې په سهار رامنځته شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا، نامعلومو كسانو د سړك پر غاړې يو ډيسي بم ځاى پر ځاى كړى و، چې د چاودېدو په ترڅ كې يې ۳ تنه مړه او ۲ نور ټپيان شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغې سيمې كې د دوو ډلو ترمنځ تاوتريخوالى روان دى، چې په وينايې، دغه چاودنه د دواړو ډولو تر كنټرول لاندې سيمو په سرحد كې رامنځته شوې.

په اوركزۍ ايجنسۍ كې كه له يوې، خو د ډلو ترمنځ تاوتريخوالى روان دى، نو له بلې خوا د امنيتي ځواكونو لخوا د سخت دريزو پروړاندې عمليات روان دى او سخت دريز هم پر امنيتي سرتېرو بريدونه كوي.

تېره ورځ هم په اوركزۍ ايجنسۍ كې پاكستاني هليكوپټرو د سخت دريزو څو مركزونه ويشتي وو، چې په ترڅ كې يې ۱۰ تنه وژل شوي وو.

په اوركزۍ ايجنسۍ كې له څو مياشتو راهيسې د سخت دريزو پروړاندې عمليات روان دي، چې د جمعې په ورځ د سړك د غاړې پر ايښودل شوي ماين چاودنې كې يو افسر او ۶ سرتيري ووژل شول.

د چارواكو په وينا، دغه سرتيري په سيمه كې پر ګزمه بوخت وو.

په دغې سيمې كې د سخت دريزو پرواندې د روانو عملياتو له كبله په زګونه كسان بې كوره شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA