وسله والو طالبانو د لغمان له الينګار ولسوالۍ څخه پرون يو پوليس تښتولى، چې چارواکي وايي، د خوشې کولو هڅې يې روانې دي. د الينګار ولسوال قاضي ننګيالى وايي، دغه پوليس د نورستان د کله ګوش امريکايي
وسله والو طالبانو د لغمان له الينګار ولسوالۍ څخه پرون يو پوليس تښتولى، چې چارواکي وايي، د خوشې کولو هڅې يې روانې دي.
د الينګار ولسوال قاضي ننګيالى وايي، دغه پوليس د نورستان د کله ګوش امريکايي بېز کې دنده لرله او له وسلې سره خپل کلي پړوايي ته راغلى و، چې د ده په وينا له غره څخه ښکته شويو وسله والو، چې دى يې غله بولي، وتښتاوه.
ولسوال زياتوي، چې د تښتول شوي پوليس د خوشې کولو پسې هڅې روانې دي خو په دې اړه ډېرجزيات نه ورکوي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته د دې تښتونې مسوليت پر غاړه واخېست، خو ده يې هم په اړه ډېرجزيات ورنکړل.
پرون د لغمان مرکز مهترلام ته نېږدې د يوه امنيتي شرکت کارکوونکي د وسله والو طالبانو تربريد لاندې راغلي وو، چې چارواکو ترې وروسته د يوه طالب د ژوندي نيولو او څلورو د ټپي کولو دعوه لرله.
د لغمان امنيې قومندان او نورو امنيتي سرچينو د پرونيو دواړو دغو او ځينو نورو دعوه شوو پېښو په اړه د پخوا په شان له خبرو ډډه وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


