د لغمان مرکز مهترلام کې پرون د وسله والو طالبانو لخوا د يوه امنيتي شرکت پرساتونکو بريد شوى، چې دوى او چارواکي يې پرتلفاتو بېلا، بېلې دعوې لري. د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد
د لغمان مرکز مهترلام کې پرون د وسله والو طالبانو لخوا د يوه امنيتي شرکت پرساتونکو بريد شوى، چې دوى او چارواکي يې پرتلفاتو بېلا، بېلې دعوې لري.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، ملګرو يې پرون يوولس بجې بريد کړى، چې دوه موټرې يې پکې ويجاړې کړي او د نورو زيانونو معلومات نه لري.
د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد له نورو جزياتو پرته پېښه مني، خو وايي يو وسله وال طالب ترپېښې وروسته ژوندى نيول شوى او څلور تنه شاوخوا يې پېښې ټپيان کړي، چې ټپيان نورو وسله والو له ځانه سره وړي.
د لغمان امنيې قومندان تربيا، بيا هڅو وروسته هم په دې اړه له خبرو ډډه وکړه او خپلواکو سرچينو سره موږ خبرو کې پاتې راغلو.
لغمان، چې له څه مهاله پکې د ناامنۍ پېښې يو څه زياتې شوې وې، دا له وروستيو ورځو راهيسې پکې هغه امنيتي پېښه ده، چې چارواکي يې مني.
د دې ولايت امنيتي چارواکي هم د بل ختيځ ولايت کونړ د چارواکو غوندې ډېرى وخت رسنيو ته له معلومات ورکولو ډډه کوي، چې د خبريالانو په وينا، دې کار يې له پېښو د خلکو په سمه خبرونه کې ستونزه رامنځته کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

