د پاكستان د پنجاب ايالت په پاكپتن ښار كې د فريد بابا زيارت په ختيزه دروازه كې بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ تنه مړه او ۱۱ تنه ټپيان شول. دغه چاودنه نن سهار هغه م
د پاكستان د پنجاب ايالت په پاكپتن ښار كې د فريد بابا زيارت په ختيزه دروازه كې بمي چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۵ تنه مړه او ۱۱ تنه ټپيان شول.
دغه چاودنه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، كله، چې ځايي خلك د زيارت اړوند جومات كې له لمانځه ادا كولو وروسته كورونو ته روان وو.
د پوليسو يوه ځايي چارواكي، امجد جاويد سليمي رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه د زيارت له ختيزې دروازې د باندې شوې، چې په ترڅ كې يې څلور تنه مړه دي او يو شمېر ټپيان، چې ټپيان يې سيمه ييز روغتون ته لېږدولي دي.
نوموړي زياته كړې، چې نن سهار دوه تنه، چې پر موټرسايكلونو سپاره وو، د زيارت ختيزې دروازې كې يې خپل موټرسايكلونه، چې د شيدو لوخي پرې ايښي وو ودرول او خپله لاړل، چې شېبه وروسته پر موټرسايكل اېښودل شوي، لوخي كې چاودنه رامنځته شوه.
دا دويم ځل دى، چې د پنجاب ايالت په زيارتونو كې ورته چاودنې كېږي، تر دې وړاندې د لاهور په داتا ګنج بخش زيارت كې ځانمرګى بريد شوى و، چې په ترڅ كې يې ۳۷ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شوي وو.
امجد سليمي زياته كړې، چې څه موده وړاندې د كراچۍ په زيارتونو كې د ورته بريدونو له كبله يې د پنجاپ په زيارتونو او درګاګانو كې سخت امنيتي تدابير نيولي، چې په همدې پار يې د فريد بابا د زيارت ختيزه دروازه وتړله.
د نوموړي په وينا، د دروازې د تړلو له كبله چاودنه له زيارت د باندې وشوه، چې په ترڅ كې يې پر مرګ ژوبلې سربېره زيارت ته نږدې دوكانونو ته زيان اړولى دى.
د ځايي چارواكو په وينا، دغه چاودنه ښايي د ريموټ كنټرول بم په واسطه شوي وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


