ads

د پاكستان په قبايلي سيمو كې د ملكي مرګ ژوبلې كچه زياته ده

يوې امريكايي نادولتي ادارې(CIVIC)، چې په جنګ ځپلو سيمو كې د ملكي كسانو د خونديتوب لپاره كار كوي ويلي، چې د پاكستان قبايلي سيمو كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو برېدونو له كبله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې شمېره تر هغې زياته ده، چې امريكا پرې اعتراف كوي.     يوې امريكايي نادولتي ادارې(CIVIC)، […]

نویسنده: TKG
3 لړم 1389

يوې امريكايي نادولتي ادارې(CIVIC)، چې په جنګ ځپلو سيمو كې د ملكي كسانو د خونديتوب لپاره كار كوي ويلي، چې د پاكستان قبايلي سيمو كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو برېدونو له كبله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې شمېره تر هغې زياته ده، چې امريكا پرې اعتراف كوي.

 

 

يوې امريكايي نادولتي ادارې(CIVIC)، چې په جنګ ځپلو سيمو كې د ملكي كسانو د خونديتوب لپاره كار كوي ويلي، چې د پاكستان قبايلي سيمو كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو برېدونو له كبله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې شمېره تر هغې زياته ده، چې امريكا پرې اعتراف كوي.

د سرچينې لخوا په خپاره شوي راپور كې راغلي، چې د دولتي بنديزونو او يو شمېر سيمو ته د نه ورتګ له كبله ستونزمنه ده، چې په دغه بريدونو كې د ملكي مرګ ژوبلې كره شمېره په ډاګه شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يوازې په تېر كال كې د ترهګرو او دولتي غاړو نښتو كې نږدې ۲۳۰۰ ملكي وګړي وژل شوي، چې دغه شمېره په افغانستان كې د وژل شويو كسانو له شمېرې هم ښايي زياته وي.

په ريپوټ كې راغلي، چې كه څه هم په سيمه كې خلك دا مني، چې د امريكا بې پيلوټه الوتكې سمه نښه ولي، خو دوى ملكي خلكو ته د مرګ ژوبلې اوښتو له كبله پرې نيوكې كوي.

په ريپوټ كې دعوه شوې، چې په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې د شويو ۹ ورته بريدونو له كبله ۳۰ ملكي وګړي وژل شوي وو.

يادې ادارې، له امريكې څخه غوښتنه كړې، چې د بې پيلوټه الوتكو د بريدونو لپاره قانوني جواز وړاندې كړي او په دغه بريدونو كې د ملكي مرګ ژوبلې د منلو ترڅنګ دې پلټنې هم وكړي.

(سېوېك) د پاكستان له حكومته هم غوښتنه كړې، چې پر ملكي ځايونو دې د الوتكو او توپونو بريدونه نه كوي او د دوى لخوا د تر سره شويو عملياتو په ترڅ كې د ملكي مرګ ژوبلې پلټنه دې وكړي.

د يادونې وړ ده، چې څو اونۍ وړاندې، يوې بلې امريكايۍ نادولتي ادارې (نيو امريكه، فاونډېشن) هم د بې پيلوټه الوتكو د بريدونو په اړه د شوې سروې ريپوټ خپور كړى وو، چې پكې ويل شوي وو د ازادو قبايلو ۷۵ فيصده خلك د دغو بريدونو خلاف دي.

په دغه سروې كې راغلي، چې ۱۷ فيصده خلك دا فكر كوي، چې په دې بريدونو كې يوازې ترهګر په نښه كېږي، ۳۳ فيصده خلك په دې نظر دي ، چې په دې بريدونو كې يوازې ملكي خلك په نښه كېږي او ۴۸ نور خلك په دې نظر دي، چې په دې بريدونو كې ملكي خلك او ترهګر دواړه په نښه كېږي

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA