د خوست ولايت په جنوب كې پر سيګي پوستې د موټر بم چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې د يوه پوليس په ګډون څلور عام وګړي مړه او څلور نور ژوبل شول.
د خوست ولايت په جنوب كې پر سيګي پوستې د موټر بم چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې د يوه پوليس په ګډون څلور عام وګړي مړه او څلور نور ژوبل شول.
د خوست امنيې قوماندان د پېښې د پخلي تر څنګ کليد ته وويل، چې پېښه كې د ملي پوليسو يو سرباز او درې عام وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د وسله والو طالبانو وياند هم د پېښې پړه پر غاړه اخېستې او دولت ته يې د زياتې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.
پېښه كې د مرګ ژوبلې كره شمېره لا څرګنده نه ده، خو د خوست د امنيې قوماندان په وينا، کيداى شي د مړو او ټپيانو شمېره كې زياتوالى راشي.
د يو بل خبر له مخې تېره شپه د همدې ولايت په صبريو ولسوالۍ كې د يوې چاودنې په ترڅ كې د ناټو ځواکونو ۶ سرتېري ټپیان شوي دي.
يادو ځواكونو د وژل شويو سرتېرو هويت او د وژل كېدو كره ځاى نه دى په ډاګه كړى.
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ملګرو يې په یوه کور کې يادو ځواكونو ته بمونه ځای پرځای کړي وو، چې پلټنو پر مهال پرې چاودنې وشوې او په ترڅ کې یې زیاتو بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
مجاهد په پېښه كې بهرنيو سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې كچه ونه ښووله.
د سیمې خلکو ویلي، چې تېره شپه بهرني ځواکونه د صبریو ولسوالۍ تالا نومي يوه کلي ته ورغلی و او سهار مهال یې په دې سیمه کې د پرلپسې چاودنو غږونه اوریدلي، خو دوی نه پوهیږی، چې دا چاودنې پر چا شوي.
صبري د خوست ولایت ختيځ ته پرته نا ارامه ولسوالي ده، چې وخت نا وخت ترې د ناامنیو رپوټونه راځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


