ads

بغلان كې پر بهرنيو سرتېرو بمي چاودنه

ځايي چارواكو د بغلان ولايت د درېمې حوزې اړوند زمان خېلو او حسين خېلو ترمنځ سيمې كې د هنګري هېواد پر سرتېرو د موټر بم چاودنې خبر وركړ. د بغلان والي ویاند محمود حقمل کلید ته د ټیلفون پرلیکه وویل،   ځايي چارواكو د بغلان ولايت د درېمې حوزې اړوند زمان خېلو او حسين خېلو […]

نویسنده: TKG
3 لړم 1389

ځايي چارواكو د بغلان ولايت د درېمې حوزې اړوند زمان خېلو او حسين خېلو ترمنځ سيمې كې د هنګري هېواد پر سرتېرو د موټر بم چاودنې خبر وركړ. د بغلان والي ویاند محمود حقمل کلید ته د ټیلفون پرلیکه وویل،

 

ځايي چارواكو د بغلان ولايت د درېمې حوزې اړوند زمان خېلو او حسين خېلو ترمنځ سيمې كې د هنګري هېواد پر سرتېرو د موټر بم چاودنې خبر وركړ.

د بغلان والي ویاند محمود حقمل کلید ته د ټیلفون پرلیکه وویل، چی دغه برید نن لس نیمی بجی د کرولا ډوله موټر په واسطه تر سره شوی دی، خو چا ته پكې زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د سيمې خلک اوعینی شاهدان وایي، چې د هنګري سرتېرو یو عراده زغروال ګاډی يې له كبله ويجاړ شوى دى.

د عيني شاهدانو د دغې خبرې په اړه دولتي چارواكو او بهرنيو سرتېرو څه نه دي ويلي.

د پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخيستې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA