ځايي پوليسو د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د وسلو د يوې زېرمې د موندلو خبر وركړ. د چارواكو په وينا، د دغې زېرمې په ترلاسه شويو وسلو كې لس ميله كلاشينكوفونه، ۱۴ حلقې
ځايي پوليسو د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې د وسلو د يوې زېرمې د موندلو خبر وركړ.
د چارواكو په وينا، د دغې زېرمې په ترلاسه شويو وسلو كې لس ميله كلاشينكوفونه، ۱۴ حلقې لاسي بمونه، ۲۵ د راكټ مرمۍ او ۵۰۰۰ د پيكا مرمۍ شاملې دي.
د شينډنډ د ګارنېزون قومندان غلام سخي حسيني كليد ته وويل، چې دغه وسلې د همدې ولسوالۍ په شيدايي دښتې كې ځاى پر ځاى شوې وې.
د نوموړي په وينا، له موندل شويو وسلو سره په تړاو يې تر اوسه څوك نه دي نيولي، خو د پوليسو لخوا پلټنې روانې دي.
چارواكو زياته كړې، چې دغه موندل شوې وسلې، به په راتلونكو وروځو كې د ډاياګ پروسې ته وسپاري.
په روان كال كې د هرات په بېلابېلو سيمو كې نږدې ۳۰ ورته زېرمې موندل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


