د ننګرهار پوليس په دې ولايت کې له دوو شکمنو کسانو سره د اوه دېرش ميله وسلو او څه باندې څوارلس زرو مرميو د نيونې خبرورکوي. د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال
د ننګرهار پوليس په دې ولايت کې له دوو شکمنو کسانو سره د اوه دېرش ميله وسلو او څه باندې څوارلس زرو مرميو د نيونې خبرورکوي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور وايي دا وسلې او مهمات يې پوليسو پرون د ننګرهار په ثمرخېلو سيمه کې د يوه راپور له مخې له هغه موټره نيولي، چې ښکاره يې لرګي بارکړي وو او له تورخمه د جلال اباد خوا ته راته.
د سمونوال غفور په وينا، وسلو کې اکثره چره ييز ټوپکې دي، چې دوه شکمن کسان هم ورسره نيول شوي او اوس ترې پلټنې کېږي.
د امنيې قومندانۍ وياند که څه هم دې مهماتو سره د دولت د وسله والو مخالفينو د تړاو څه نه وايي، خو زياتوي، چې له دې وسلو به د ناسمو چارو لپاره ګټه اخېستل کېده.
وياند همدا شان دا او له وروستيو راهيسې په ننګرهارکې د امنيتي ځواکونو نورې هڅې د دې ولايت د وضعې د ښه کېدو يو لامل ګڼي.
وسله وال طالبان، چې د ننګرهار د ډېرو امنيتي پېښو مسوليت مني، له ادعا شويو دې وسلو او مرميو سره يې د تړاو يا نه تړاو په اړه نظر اخېستو کې پاتې راغلو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


