ads

ناټو ځواكونو او طالبانو یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړ

په پکتیکا ولایت کی ناټو ځواکونه او وسله وال طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې او زیانونو اړولو خبر ورکړ. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې د شرنې – ارګون په لویه لاره يې   په پکتیکا ولایت کی ناټو ځواکونه او وسله وال طالبان یو بل ته د […]

نویسنده: TKG
2 لړم 1389

په پکتیکا ولایت کی ناټو ځواکونه او وسله وال طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې او زیانونو اړولو خبر ورکړ. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې د شرنې – ارګون په لویه لاره يې

 

په پکتیکا ولایت کی ناټو ځواکونه او وسله وال طالبان یو بل ته د مرګ ژوبلې او زیانونو اړولو خبر ورکړ.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې د شرنې – ارګون په لویه لاره يې د سروضې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بهرنیو ځواکونو یو ماین پاک موټراو ناټو ځواکونو ته تیل وړونکی یو ټانکر موټر په ماینونو الوزولي دي.

د مجاهد په خبره، چې په دې چاودنو کې یې ماین پاک موټر او ټانکر دواړه له منځه وړي او پکې سپرو کسانو ته یی مرګ ژوبله اړولې.

ناټو ځواکونو په ماین پاک او اکمالاتي ټانکر موټر د چاودنې د پخلی ترڅنګ ویلي دي، چې په دې چاودنو کې د دوى کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

همدارنګه په جنوب ختیځ زون کې د ناټو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې په زیړوک او یحيی خېلو ولسواليو کې یې د حقاني ډلی يو قومندان له څو ملګروسره یوځای وژلي او ۶ تنه يې د يوه قوماندان په ګډون نيولي دي.

خو وسله وال طالبان خپل لوري ته اوښتې مرګ ژوبله او د دوى د كسانو نيونه نه مني.

د یادونې وړ ده، چې د پکتیکا دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA