ads

كونړ كې پر ايتلافي ځواكنو د وسله والو طالبانو بريد

وسله والو طالبانو د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواكونو پر سرتېرو بريد کړى، چې دوى، افغان چارواکي او ايتلافي ځواکونه يې د جزياتو په اړه بېلا، بېل نظرونه لري. وسله والو طالبانو د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواكونو پر سرتېرو بريد کړى، چې دوى، افغان چارواکي او ايتلافي ځواکونه […]

نویسنده: TKG
2 لړم 1389

وسله والو طالبانو د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواكونو پر سرتېرو بريد کړى، چې دوى، افغان چارواکي او ايتلافي ځواکونه يې د جزياتو په اړه بېلا، بېل نظرونه لري.

وسله والو طالبانو د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواكونو پر سرتېرو بريد کړى، چې دوى، افغان چارواکي او ايتلافي ځواکونه يې د جزياتو په اړه بېلا، بېل نظرونه لري.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد له کره وخت ښودنې پرته او بې له دې، چې د پېښې څرنګوالى وښيي، وايي يو ايتلافي ټانګ يې د دغې ولسوالۍ په دربرو سيمه کې الوزولى او پکې ناست څلور سرتېري يې وژلي دي.

د کونړ مرستيال امنيې قومندان عبدالصبور الله يار بيا له پېښې د ناخبرۍ ښودلو ترڅنګ شوې دعوه ردوي او وايي کومه داسې پېښه ورسره نه ده ثبت شوې.

خو په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې بيا کليد ته وويل، چې پرون مازېګر يې په اسمار ولسوالۍ کې پرسرتېرو بريد شوى، چې کوم ځاني او مالي زيان يې نه دى رامنځته کړى.

ورته دعوې په کونړ کې ډېر ځله وسله وال طالبان کوي، چې ايتلافي او افغان چارواکي يې ردوي او له دې امله رسنۍ پردې مسايلو د کره خبرونو په چمتو کولو کې پاتې راځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA