ads

كندوز كې لس وسله وال طالبان له دولت سره يو ځاى شول

ځايي چارواكو خبر وكړ، چې تېره ورځ د كندوز ولايت په علي اباد او امام صاحب ولسواليو كې لس تنه د سولې له پروسې سره يو ځاى شول. د كندوز د امنيې قومندان مولانا عبدالرحمن سيدخيلي كليد ته وويل،   ځايي چارواكو خبر وكړ، چې تېره ورځ د كندوز ولايت په علي اباد او امام […]

نویسنده: TKG
2 لړم 1389

ځايي چارواكو خبر وكړ، چې تېره ورځ د كندوز ولايت په علي اباد او امام صاحب ولسواليو كې لس تنه د سولې له پروسې سره يو ځاى شول. د كندوز د امنيې قومندان مولانا عبدالرحمن سيدخيلي كليد ته وويل،

 

ځايي چارواكو خبر وكړ، چې تېره ورځ د كندوز ولايت په علي اباد او امام صاحب ولسواليو كې لس تنه د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

د كندوز د امنيې قومندان مولانا عبدالرحمن سيدخيلي كليد ته وويل، چې د دغه كسانو له جملې ۵ هغه يې په علي اباد او ۵ نور په امام صاحب ولسوالۍ كې يادې پروسې سره يو ځاى شوي.

د يادونې وړ ده، چې تېر اونۍ هم سيدخېلي د سولې له پروسې سره په چهاردرې او علي اباد ولسواليو كې د ۶۰ وسله والو طالبانو د يو ځاى كېدو خبر وركړى وو.

تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA