جمهور رئيس حامد کرزي د يوې قضايي غونډې پرمهال امر کړى، چې د هغو کسانو دوسيې دې له سره وڅېړل شي، چې د اعدام امر يې شوى. د جمهور رئيس وياند وحيد عمر رسنيو ته وويل،
جمهور رئيس حامد کرزي د يوې قضايي غونډې پرمهال امر کړى، چې د هغو کسانو دوسيې دې له سره وڅېړل شي، چې د اعدام امر يې شوى.
د جمهور رئيس وياند وحيد عمر رسنيو ته وويل، چې غونډه پرون د جمهوري رياست په ماڼۍ کې د ښاغلي کرزي په مشرۍ د لوړ پوړو قضايي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه او جمهور رئيس پکې ويلي، چې ښودل شوې دوسيې دې له شرعي او قضايي پلوه وڅېړل شي.
وحيد عمر غونډې ته د هغه کمېسيون د شوي کار د رپوټ ورکولو په اړه هم وويل، چې په بګرام زندان کې د پټ امريکايي پټنځاى د شتون څېړنه کوي.
غونډې ته د دې کمېسيون د ورکړل شوي رپوټ څرنګوالى نه دى په ډاګه، خو چارواکي وايي، چې جمهور رئيس دغه څېړونکي پلاوي ته د خپل کار د بشپړولو او ده ته يې د راپور ورکولو لارښوونه کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


