ads

د ګن شپ الوتكې بريد كې ۱۰ سخت دريزې ووژل شول

پاكستاني چارواكو د دغه هېواد په قبايلي سمې اوركزۍ ايجنسۍ كې د هوايي عملياتو په ترڅ كې د ۱۰ سخت دريزو د وژلو خبر وركړ. يوه سيمه ييز چارواكي، چې نوم يې نه دى ښوول شوى،   پاكستاني چارواكو د دغه هېواد په قبايلي سمې اوركزۍ ايجنسۍ كې د هوايي عملياتو په ترڅ كې د […]

نویسنده: TKG
2 لړم 1389

پاكستاني چارواكو د دغه هېواد په قبايلي سمې اوركزۍ ايجنسۍ كې د هوايي عملياتو په ترڅ كې د ۱۰ سخت دريزو د وژلو خبر وركړ. يوه سيمه ييز چارواكي، چې نوم يې نه دى ښوول شوى،

 

پاكستاني چارواكو د دغه هېواد په قبايلي سمې اوركزۍ ايجنسۍ كې د هوايي عملياتو په ترڅ كې د ۱۰ سخت دريزو د وژلو خبر وركړ.

يوه سيمه ييز چارواكي، چې نوم يې نه دى ښوول شوى، رسنيو ته ويلي، چې په دغه عملياتو كې د ګن شپ الوتكې په واسطه د سخت دريزو څو مهم مركزونه په نښه شوي وو.

د نوموړي په وينا، په دغه عملياتو كې ۱۰ سخت دريزې مړه او څو نور، چې شمېره يې څرګنده نه ده، ټپيان دي.

ځايي چارواكو ويلي، چې تر اوسه د دغې سيمې ۸۰ فيصده خلكو سيمه پريښې، هنګو او اړوندو سيمو ته كډه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې له څو مياشتو راهيسې په دې سيمه كې د سخت دريزو پروړاندې د عملياتو لړۍ روانه ده.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA