ځايي چارواكو د پاكستان په قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ كې د وسله والو مخالفينو لخوا د دوو دولتي ښوونځيو د الوځولو خبر وركړ. يوه سيمه ييز چارواكي، چې نوم يې نه دى ښوول شوى،
ځايي چارواكو د پاكستان په قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ كې د وسله والو مخالفينو لخوا د دوو دولتي ښوونځيو د الوځولو خبر وركړ.
يوه سيمه ييز چارواكي، چې نوم يې نه دى ښوول شوى، رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه نامعلومو وسله والو د باجوړ د مركز اړوند مانوګي ماندل سيمې كې دوه دولتي ښوونځي د چاودېدونكو توكو په واسطه له منځه وړي.
ويجاړ شوي، دواړو ښوونځي، د هلكانو لومړني ښوونځي دي،چې يو بل ته په نږدې واټن كې دي.
د چارواكو په وينا، له پېښې وروسته په سيمه كې لسګونه امنيتي سرتيري ځاى پر ځاى شوي او له سالارزۍ سيمې سره پر نښتو د تګ راتګ كوونكو تلاشي اخلي.
د يادوې وړ ده، چې د دولتي شمېرو له مخې په باجوړ ايجنسۍ كې نږدې ۱۰۰ ښوونځي په ورته توګه ويجاړ شوي، چې له دې امله په تېرو څو كلونو كې د ښوونځيو د تړل كېدو او يا نشتون له امله كوچنيان د تعليم له نعمته بې برخې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


