دناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې په افغانستان کې وسله وال طالبان اوس په داسي ډول د شاتګ او سخت فشارپه حال کې دي چې تر دې مخکې هيڅوخت نه و.
دناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې په افغانستان کې وسله وال طالبان اوس په داسي ډول د شاتګ او سخت فشارپه حال کې دي چې تر دې مخکې هيڅوخت نه و.
راسموسن د جرمني له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره له کتنې وروسته وويل چې ناټو ځواکونه په دې غور کوي چې د افغانستان د امنيتي چارو مسووليت له راتلونکي کاله افغان ځواکونو ته وسپاري.
مېرمن مېرکل او راسموسن وويل چې دوي په خپلو خبرو کې د ليزبون د غونډې په باب هم وږغېدل چې ټاکل شوې ده د راتلونکي نومبر په نولسمه او شلمه جوړه شي او د ناټو تړون پر ستراتيژيک پلان پکې خبرې وشي.
ده همداراز وويل چې تړون به د توغندويي دفاعي سيستم او افغانستان په هکله له روسيې سره همکاري زياته کړي.
ټاکل شوې ده چې روسيه هم خپل استازي په ليزبون کې د ناټو سرمشريزې ته واستوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


