په واشنګټن کې دپاکستان اوامريکا ترمنځ د ستراتيژيکو خبرو په وروستۍ ورځ دامريکا دبهرنيوچارو وزيرې هيلري کلنټن له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره په يوه خبري غونډه کې له پاکستان سره د دوو مليارد ډالره پوځي مرستې اعلان وکړ.

د امريکا او پاکستان ترمنځ ستراتيژيکې خبرې د چهارشنبې په ورځ پيل شوې وې او اټکل کېده چې امريکا به د غونډو په پاي کې له پاکستان سره لويه پوځي مرسته اعلان کړي.
دا دوه ميليارده ډالر به د امريکا د بهرنيو چارو د وزرات د پوځي مرستو د پروګرام په چوکاټ کې د پنځو کلونو په مودې کي پاکستان ته ورکړل شي اوپاکستان به وکړاي شي چې په دې پيسوله نورو هيوادونو څخه په امريکا کي جوړې شوې وسلې او مهمات وپيري.
ددغو مرستو تراعلان وړاندې د اوباما د حکومت ځينو جګپوړو مامورينو رسنيو ته ويلي وو چې پاکستان ته د امريکا د متحده ايالاتو د دوه مليارده ډالرو دا مرسته د دې لپاره ده چې امريکا غواړي يو ځل بيا پاکستان ته ډاډ ورکړي چې د دې هيواد د پوځ د اړتياوو په اړه د اوږدې مودې تعهد لري او امريکا غواړي د پاکستان پوځ دومره غښتلي شي چې طالبان او القاعده وسله وال وځپلي شي.
له پاکستان سره د امريکا دا مرسته د امريکا د کانګريس تصويب ته اړتيا لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ