ads

افغان ځواکونه دامنيتي چارو سپارلوته نه دي چمتو

افغان امنيتي  ځواکونه په تېرو څو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنو سره سره لا تراوسه دومره نه دي غښتلي شوي ، چې په هېواد کې له نړيوالو ځواکونو څخه د امنيت مسؤوليت په غاړه واخلي   افغان امنيتي  ځواکونه په تېرو څو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنو سره سره لا تراوسه […]

نویسنده: TKG
1 لړم 1389

افغان امنيتي  ځواکونه په تېرو څو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنو سره سره لا تراوسه دومره نه دي غښتلي شوي ، چې په هېواد کې له نړيوالو ځواکونو څخه د امنيت مسؤوليت په غاړه واخلي

 

افغان امنيتي  ځواکونه په تېرو څو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنو سره سره لا تراوسه دومره نه دي غښتلي شوي ، چې په هېواد کې له نړيوالو ځواکونو څخه د امنيت مسؤوليت په غاړه واخلي

دغه مطلب په افغانستان کې يوه لوړ پوړي کاناډايي چارواکى ستر جنرال ستورات بيار له کابل څخه ديوه ويډيويي کنفرانس له لارې خبريالانو ته په ډاګه کړ .

نوموړي ويلي دي، چې که څه هم افغان امنيتي ځواکونو په تېرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړى ،خوداسې هيله نشته ،چې هغوى دې په يواځې توګه امنيت ټينګ کړاى شي .

نوموړي په دې ويډيويي کنفرانس کې ويلي ، چې هغوى تراوسه په نړيواله ټولنه اتکاء کوي ، چې په عملياتو کې يې ملاتړ وکړي .

همدارنګه دغه کاناډايي چارواکي زياته کړې ، چي افغان  ځواکونه په دې برخه کې چټک پرمختګ کوي ، څو وکړاى شي د خپلو چارو د سمبالولو لپاره  لا زيات مسؤوليت او صلاحيت واخلي .

نوموړي ويلي ، چې اوس مهال دپوليسو شمېره ١٢٠ زره ته رسېدلې ده ، چې دغه شمېره تېر کال ٩٥ زره  وه .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA