د لغمان ولايتي اداره په داسې حال کې، چې د غاصبينو له منګولو د دې ولايت د غصب شوې زرګونه جريبه دولتي ځمکې د خلاصون د هڅو خبر ورکوي، وايي، ګومان کوي، چې يو شمېر دولتي چارواکي هم په دې غصب کې لاس لري.
د لغمان ولايتي اداره په داسې حال کې، چې د غاصبينو له منګولو د دې ولايت د غصب شوې زرګونه جريبه دولتي ځمکې د خلاصون د هڅو خبر ورکوي، وايي، ګومان کوي، چې يو شمېر دولتي چارواکي هم په دې غصب کې لاس لري.
د لغمان د والي وياند ګل رحمان همدرد وايي، چې لغمان والي خپله اداري غونډه کې چارواکو ته ګواښ کړى، چې که د ځمکو پرغصب تورن شي، ترهرچا وړاندې به قانوني سزا وويني.
د والي وياند د مرستيال والي په مشرۍ د نظامي او قضايي ادارو د شاوخوا دېرشو استازو په غړيتوب د ځمکو د غصب پرضد د جوړ شوي کمېسون د چارو د بيا پيل خبرهم ورکوي او وايي، دې کمېسون د پارلماني ټاکنو له نېږدې کېدو راهيسې خپل کار ځنډولى و.
يو شمېر ولسي خلک بيا ياد شوى کمېسون او روانې هڅې يې سمبوليکې ګڼي او وايي، ګومان نه کوي، چې چارواکي د غصب شويو ځمکو د خلاصونې سمه اراده ولري.
خو د والي وياند، چې ډېرې ځمکې د لغمان مرکز مهترلام او قرغيو ولسوالۍ پورې اړوندې ګڼي، نيوکه نه مني او دليل دا راوړي، چې دغه کمېسيون تراوسه سلګونه جريبه دولتي ځمکه، چې ځينې کورونه هم پرې ودان شوي وو، له غاصبينو نيولې او د دولت واک لاندې راوستې.
د لغمان ولايتي اداره له نوم ښودلو پرته قضايي څانګو ته د پينځو هغو تورنو د ورپېژندلو هم وايي، چې په وينايې، د ځمکو مشهور غصب کوونکي وو.
اوسني چارواکي که څه هم لغمان کې د دولتي ځمکو غصب د پخوانيو ټوپکوالو کار ګڼي، خو د لغمان پخواني والي لطف الله مشعل د دندې پرمهال يې له نوم اخېستو پرته کليد ته په ولسي او ولايتي شوراګانو کې د لغمان ځينې استازي هم د ځمکو په غصب تورن کړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


