ads

هلمند ته د كورنيو چارو وزير ستر جنرال بسم الله محمدي سفر

د هېواد د کورنيو چارو وزير د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ  ته د يو لنډ سفر پر مهال ويلي دي، چې په هلمند کې امنيت تر پخوا ښه شوى. د هېواد د کورنيو چارو وزير ستر جنرال       د هېواد د کورنيو چارو وزير د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ  ته د يو لنډ […]

نویسنده: TKG
29 تله 1389

د هېواد د کورنيو چارو وزير د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ  ته د يو لنډ سفر پر مهال ويلي دي، چې په هلمند کې امنيت تر پخوا ښه شوى. د هېواد د کورنيو چارو وزير ستر جنرال

 

 

 

د هېواد د کورنيو چارو وزير د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ  ته د يو لنډ سفر پر مهال ويلي دي، چې په هلمند کې امنيت تر پخوا ښه شوى.

د هېواد د کورنيو چارو وزير ستر جنرال بسم الله محمدي هلمند ولايت ته د خپل سفر پر مهال په نادعلي ولسوالۍ كې له ځايي چارواکو او قومي مشرانو سره د ليدلو پرمهال وويل، چې په دې په هلمند ولايت كې د ملي پوليسو شمېره تر پخوا دوه برابره شوې، چې په وينا يې، د دې ولايت په ډېرو سيمو کې امنيت ښه شوى او بيارغونې ته لاره هواره شوې ده.

د نوموړي هلمند ولايت ته د امنيتي وضيعت د ارزونې او د پوليسو او امنتې ځواكونو پر وړاندې د شته ستونزو د حلولو په موخه سفر كړى و.

د كورنيو چارو وزير له ځايې قومي مشرانو سره د ليدلو پرمهال  له هغوى غوښتنه وكړه، چې له امنتي ځواكونو سره مرسته وكړي او خپل ځوانان د پوليسو ليكو ته وليږي.

د سترجنرال بسم الله محمد د سفر پر مهال د هلمند والي محمدګلاب منګل هم شتون درلود، نوموړي وويل، چې اوس مهال د مركزي دولت پاملرنه دې ولايت ته اوښتې ده، چې له همدې كبله په  دې ولايت كې امنيت له ټينګښت سره سم  د بيارغونې كارونه پيل شوي دي .

والي زياته كړه، چې په هلمند ولايت كې دوه د پوليسو روزنيز مركزونه اوس مهال فعال دي، چې تر دې مهاله يې سلګونه پوليس روزلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA