په نيمروز كې د پرونۍ چاودنې د مرګ ژوبلې شمېره په داسې حال كې ۱۳ تنو ته ورسېده، چې نن سهار يو ځل بيا په همدې ولايت كې چاودنې ۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
په نيمروز كې د پرونۍ چاودنې د مرګ ژوبلې شمېره په داسې حال كې ۱۳ تنو ته ورسېده، چې نن سهار يو ځل بيا په همدې ولايت كې چاودنې ۲ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
تېره ورځ يو فلانكوچ موټر، چې ملكي كسان پكې سپاره وو، د هرات ولايت له شينډنډ ولسوالۍ څخه د نيمروز مركز زرنج ته پر لاره وو، چې د زرنج- دلارام پر لويه لاره له ځاى پر ځاى شوي ماين سره مخامخ شول.
په لومړيو كې ځايي پوليسو پېښه كې د ۱۰ تنو د مړينې او ۴ د ټپي كېدو خبر وركړ، خو تر نن سهار د وژل شويو كسانو شمېره ۱۳ تنو ته ورسېده.
د دغې پېښې په وژل شويو كسانو كې، ښځې، ماشومان او تنكي ځوانان شامل دي، چې زرنج ښار ته يوه وعده ته روان وو.
بلخوا نن سهار له ياد ولايته رارسېدليو ريپوټونو كې راغلي، چې نن هم يو عراده فلانكوچ موټر په هماغه سيمه كې د ځاى پر ځاى شوي ماين ښكار شو او په ترڅ كې يې ۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د نيمروز ولايت امنيه قومندان عبدالجبار پردلي د پېښې د پخلي ترڅنګ كليد ته وويل، چې په دې پېښه كې موټر چلوونكى وژل شوى او يو تن ټپي دى.
ده زياته كړه، چې دغه ماينونه د نظامي موټرو د الوځولو په موخه طالبانو ځاى پر ځاى كړي وو، خو پر ملكي موټرو والووتل.
په دې اړه لا وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
ځايي خلكو رسنيو ته ويلي، چې دولت بايد د ملكي او پوځي موټرو لارې سره جلا كړي، ځكه د دوى په وينا، په دغې لارې ملكي نظامي موټرې تګ راتګ كوي او دا د دې سبب ګرځي، چې د دولت او مخالفينو ترمنځ د جګړو او نورو خشونتونو قربانيان عام وګړي شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


