فراه ولايت كې د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته كې يو طالب قوماندان مړ او ۶ تنه يې ژوندي ونيول شول. له سيمې څخه په رارسېدليو راپورونو كې ويل شوي
فراه ولايت كې د ملي پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته كې يو طالب قوماندان مړ او ۶ تنه يې ژوندي ونيول شول.
له سيمې څخه په رارسېدليو راپورونو كې ويل شوي، چې دغه نښته تېر ماښام د بلابلوك ولسوالۍ په زر مردان سيمه كې شوې ده.
د فراه ولايت امنيه قومندان محمد فقير عسكر كليد ته وويل، چې وسله وال طالبان هغه مهال د پوليسو په محاصره كې راګير شول، چې سيمه كې له خلكو څخه د عشر او زكات پر ټولولو بوخت وو.
نوموړي زياته كړه، تر دې وړاندې څو ځله پوليسو دوى ته د تسليمېدو پيغامونه وراستولي وو، خو دوى تسليم نه شول او پوليس اړ شول، چې پرې بريد وكړي.
د عسكر په وينا، په دغه بريد كې د ملا تاج محمد په نامه يو طالب قوماندان مړ او ۶ ملګري يې له يو ميل پيكا او ۳ ميله كلاشينكوفونو سره نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د بلابلوك ولسوالۍ د فراه ولايت له هغه ناامنو ولسواليو له جملې يوه ده، چې په تېر كې د وسله والو طالبانو ټول بريدونه له همدې ولسوالۍ پلانېدل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


