ads

بمي چاودنې شپږو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاكستان په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ كې د نيمه پوځيانو پر يوه موټر د ريموټ كنټرول ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۳ سرتيري مړه او ۳ نور ټپيان شول. د پاكستان په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ كې د نيمه پوځيانو پر يوه موټر د ريموټ كنټرول ماين چاودنه شوې، چې په […]

نویسنده: TKG
29 تله 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ كې د نيمه پوځيانو پر يوه موټر د ريموټ كنټرول ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۳ سرتيري مړه او ۳ نور ټپيان شول.

د پاكستان په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ كې د نيمه پوځيانو پر يوه موټر د ريموټ كنټرول ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې ۳ سرتيري مړه او ۳ نور ټپيان شول.

ځايي چارواكو رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه تېره ورځ له ماسپښين وروسته د باړې په ملك دين خېلو سيمه كې رامنځته شوې.

د سرچينې په وينا، له چاودنې وروسته سيمه د پوليسو لخوا محاصره شوه او د مجرمينو د نيولو په موخه يې عمليات پيل كړل، خو لا يې په دې تور څوك نه دي نيولي.

د خيبر پښتونخوا په دغه سيمه كې حالات له ډېرې مودې راهيسې خراب دي، چې څو ځله پكې د ترهګرو پروړاندې عمليات هم تر سره شوي.

د معلوماتو له مخې په دغه سيمه كې پر پوليسو او نيمه پوځيانو دا دريمه حمله ده، چې تر سره شوه.

تر دې وړاندې پېښور ته نږدې په زړې باړې كې يوه ځوان د پوليسو د تالاشۍ پر پوستې د لاسي بم بريد وكړ، چې په كې د ۲ عامو خلكو په شمول يو پوليس افسر ټپيان شول او ځوابي بريد كې ۱۶ كلن بريدګر ووژل شو.

د پوليسو په وينا، له پېښې وروسته يې ۵ شكمن كسان نيولي وو.

بلخوا د مهمند ايجنسۍ په بايزۍ سيمه كې د نيمه پوځيانو موټر په ورځني ګشت بوخت وو، چې د سړك د غاړې پر ښخ شوي ماين ور برابر شول او په ترڅ كې يې موټر كې سپاره ۶ سرتيري ټپيان شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA