د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوې پوستې د درنو وسلو بريد کړى، چې په اړه يې دولتي او وسله والې غاړې بېلابېل نظرونه لري.
د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوې پوستې د درنو وسلو بريد کړى، چې په اړه يې دولتي او وسله والې غاړې بېلابېل نظرونه لري.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، بريد د وړو او سپکو وسلو پر مټ د شپې په نهو بجو په مېملې سيمه کې شوى اوپوليسو ته يې ځاني زيان اړولى.
خو دى د دغه زيان د کچې په اړه څه نه وايي.
د خوګياڼو ولسوال ملک حسن بيا پر پوستې يوازې د درېيو راکټي بريدونو پخلى کوي، خو وايي ترې وروسته پوليسو ځوابي ډزې کړي، چې دواړو غاړو ته پكې زيان نه دى اوښتى.
مېمله، چې د خوګياڼو له ناامنو سيمو يوه ګڼل کېږي، د ولسوال په خبره اوس پکې ترپخوا وضعه ښه شوې ښکاري.
له مېملې پرته د خوګياڼو نورو سيمو کې هم ناامنه وضعه کرار شوې برېښي او چارواکي يې لامل له ولايتي ادارې سره د دې ولسوالۍ د قومي مشرانو د هغې وروستۍ ژمنې عملي کېدل ښيي، چې له مخې يې دوى د دولت وسله والو مخالفينو سره مرسته او همکاري نه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


