ځايي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو د موټر پر كاروان وسله وال بريد شوى، خو چا ته پكې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ځايي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو د موټر پر كاروان وسله وال بريد شوى، خو چا ته پكې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه بريد هغه مهال د غوريان ولسوالۍ په روزنك سيمه كې تر سره شو، چې ياد ځواكونه اسلام كلا ته پر لاره وو.
د غوريان ولسوال حاجي نصير احمد محمدي كليد ته په خبرو كې د بريد پخلى كړى، خو ويلي يې دي، چې بريد كې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ملي پوليسو د تښتېدلو طالبانو په لټه كې دي.
ځايي خلكو كليد ته وويل، چې يو شمېر وسله والو طالبانو، چې پر موټر سايكل سپاره وو، د ناټو ځواكونو پر كاروان د راكټ او پيكا بريد وكړ.
د ځايي خلكو په وينا، له همدې امله په هغه سيمه كې د تېلو ولاړو ټانكرونو اور واخيست.
خو دولتي چارواكو د ځايي خلكو د دغې خبرې پخلى ونه كړ او ځايي طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د هرات- اسلام كلا لويه لاره په تېر كې له لويديزه حوزه كې د امن لرونكو لارو څخه شمېرل كېده، خو د شنونكو په وينا، په دې وروستيو كې په دغه سيمه كې د وسله والو طالبانو پيدا كېدو دغه لاره هم ناامنه كړې، چې له كبله يې پردغې لارې د موټر چلوونكو او سورليو زړونو كې وېره پيدا كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


