ads

كندهار كې ۲ ملي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار ښار اړوند د کابل دروازې په سیمه کې ناپېژاندو وسله والو په یوه غلچکي برید کې یو پولیس وژلی او یو بل یې ژوبل کړی دی. د کندهار د امنیت امرسمونوال فضل احمد شېرزاد وایی،   د کندهار ښار اړوند د کابل دروازې په سیمه کې ناپېژاندو وسله والو په یوه غلچکي برید […]

نویسنده: TKG
28 تله 1389

د کندهار ښار اړوند د کابل دروازې په سیمه کې ناپېژاندو وسله والو په یوه غلچکي برید کې یو پولیس وژلی او یو بل یې ژوبل کړی دی. د کندهار د امنیت امرسمونوال فضل احمد شېرزاد وایی،

 

د کندهار ښار اړوند د کابل دروازې په سیمه کې ناپېژاندو وسله والو په یوه غلچکي برید کې یو پولیس وژلی او یو بل یې ژوبل کړی دی.

د کندهار د امنیت امرسمونوال فضل احمد شېرزاد وایی، چې یاده پېښه د کندهار ښار د څلورمې حوزې د سخيربابا د کوڅې مخی ته هغه وخت رامنځته شوه، کله، چي پولیس په تلاشۍ بوخت وو او د نامعلومو کسانو له لوري پرې برید وشو او په ترڅ کې یې یو پولیس ژوبل شو.

له بلي خوا د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران وايې، چې دوى ته دوه تنه پوليس، چي یو وژل شوی او بل ژوبل شوی و، ور وړل شوي.

د پېښي پړه تردې مهاله چا په غاړه نه ده اخيستې.

باید وویل شي، چي دڅو میاشتو راپه دېخوا په کندهار ولايت کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا په سلګونه خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA