په عراق کې د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى له يوه مرګوني بريده وژغورل شو. استازي ادميلکرت په پلازمېنه بغداد کې د نجف اشرف جان هوايي
په عراق کې د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى له يوه مرګوني بريده وژغورل شو.
استازي ادميلکرت په پلازمېنه بغداد کې د نجف اشرف جان هوايي ډګر پرخوا تلونکى و، چې وېل کېږي د وژنې هڅه يې شوې.
د وژونکې هڅې څرنګوالى او د پېښې نور جزيات لا نه دي روښانه.
په عراق کې د ملګرو ملتونو دفتر په دوه زره درېيم زېږديز کې تر ځانمرګو بريدونو لاندې راغلى و، چې پکې عراق ته د دې ټولنې ځانګړى استازى سرجيو ويرادوملو له نولسو نورو کسانو سره وژل شوى او تر سلو ډېر نور کسان يې له امله ټپيان شوي وو.
بلخوا عراقي پوليس وايي، د بغداد په شمالي ښار تکريت کې د يوه پوځي افسر کور کې چاودنې افسر وژلى او يوولسو نورو ته يې مرګ، ژوبله اړولې.
وژل شوى افسر د تکريت د بېړنيو پوليسو مشر و، چې پرون يې د کور شاوخوا ته اېښودل شوي ماين چاودنه کړې او پکې د افسر څلور خپلوان وژل شوي او درې ماشومان او څلور ښځې ټپيان شوي.
د پېښو مسوليت کومې ډلې پرغاړه نه دى اخېستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


