ads

د ولسي جرګې د ټاكنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې

د ولسي جرګې د ټاكنو لومړنۍ پايلې  د ټاكنو د خپلواك  كميسيون  لخوا په داسې حال كې رسما اعلان شوې، چې د ولسي جرګې د  اوسنيو غړو څخه  پنځوس فيصده يې د دوهم ځل بيا بريالي شوي دي. د ولسي جرګې د ټاكنو لومړنۍ پايلې  د ټاكنو د خپلواك  كميسيون  لخوا په داسې حال كې […]

نویسنده: TKG
28 تله 1389

د ولسي جرګې د ټاكنو لومړنۍ پايلې  د ټاكنو د خپلواك  كميسيون  لخوا په داسې حال كې رسما اعلان شوې، چې د ولسي جرګې د  اوسنيو غړو څخه  پنځوس فيصده يې د دوهم ځل بيا بريالي شوي دي.

د ولسي جرګې د ټاكنو لومړنۍ پايلې  د ټاكنو د خپلواك  كميسيون  لخوا په داسې حال كې رسما اعلان شوې، چې د ولسي جرګې د  اوسنيو غړو څخه  پنځوس فيصده يې د دوهم ځل بيا بريالي شوي دي.

د ټاكنو د خپلواك كمېسيون رئيس فضل احمد معنوي د چارشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې د ټاكنو د اعلان پرمهال وويل، چې دا لومړنۍ پايلې دي، چې اوس اعلان شوې او تر ورستيو پايلو پورې د دې امكان شته كوم كسان، چې په لومړي پړاو كې بريالي شوي  بدلون ومومي.

د نوموړي په خبره، د ولسي جرګې اوسنيو غړو څخه په لومړنيو پايلو كې پنځوس  فيصدو يې ولسي جرګې ته لاره پيداكړې، خو له نيمروز ولايته، چې دوه څوكۍ لري، يواځې دوو ښځو راتلونكې ولسي جرګې ته لاره پيداكړې ده.

معنوي زياته كړه، چې شاخوا دوه سوه او څلورويشت كانديدان د درغليو او سرغړونو په تور د شكايتونو كمېسيون  ته  د څېړنو لپاره  ورپېژندل شوي دي.

فضل  احمدمعنوي همداراز په  دې  خبري غونډه كې د پراخو درغليو اوسرغړونو په اړه وويل، چې له دې انكار نه شي كېداى، خو تر هغې كچې نه دي، چې د ټاكنو ټوله  پروسه تر پوښتنې لاندې راولي، او د قانون  په لحاظ د ولسي جرګې  ټاكنې د سيمې د هېوادونو په پرتله  څو چنده  ښې وې.

د ټاكنو د خپلواك كمېسيون  چارواكو د وينا پر اساس  د ولسي  جرګې  ورستۍ پايلې  به له  نن څخه  درې  اونۍ  ورسته  د همدې  كمېسيون  لخوا رسماً اعلان  شي.

د يادولو وړ ده، چې د ولسي  جرګې  ټاكنې  د روان  كال  د وږي  په ۲۷ نېټې  ترسره  شوې، چې  له  ټول  هېواده ورته  ۲۵۰۰ كسانو ځانونه  نومولي  وو او له دې شمېرې به يواځې ۲۴۹ تنه د ولسي جرګې څوكۍ خپلې كړي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA