ads

د سړك غاړې ماين چاودنه كې ۳ پاكستاني سرتيري ووژل شول

ځايي سرچينې د خيبرپښتونخوا په سويلي وزيرستان کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د درېيو دولتي سرتېرو دوژل کېدو وايي. دغه چاودنه تېره ورځ څه پاندې ۲ بجې د محسودو غرنۍ سيمې په   ځايي سرچينې د خيبرپښتونخوا په سويلي وزيرستان کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د درېيو دولتي سرتېرو […]

نویسنده: TKG
28 تله 1389

ځايي سرچينې د خيبرپښتونخوا په سويلي وزيرستان کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د درېيو دولتي سرتېرو دوژل کېدو وايي. دغه چاودنه تېره ورځ څه پاندې ۲ بجې د محسودو غرنۍ سيمې په

 

ځايي سرچينې د خيبرپښتونخوا په سويلي وزيرستان کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د درېيو دولتي سرتېرو دوژل کېدو وايي.

دغه چاودنه تېره ورځ څه پاندې ۲ بجې د محسودو غرنۍ سيمې په مکين ښارګوټي كې هغه مهال رامنځته شوې، چې امنيتي ځواكونه له سيمې څخه د تېرېدو په حال كې وو.

د يادونې وړ ده، چې تېر كال په جنوبي وزيريستان كې پوځي عمليات تر سره شول، چې ويل كېده، د محسودو قبايلي سيمه له ترهګرو او ځايي طالبانو پاكه شوې، خو دې چاودنې په سيمه كې د طالبانو شتون يو ځل بيا په ډاګ كړ.

د پوځي عملياتو له كبله ځايي خلك، ټانګ، ډېره اسماعيل خان او بنو ته كډه شوي او دا مهال د محسودو په قبايلي سيمه كې هيڅ كور نشته، چې دولت يې د بې ځايه شويو كورنيو د بېرته راوستو هڅه كوي.

خو ځايي طالبانو پاكستاني حكومت ته اختار وركړى، چې د بې ځايه شويو كورنيو د بېرته راوستو هڅه دې نه كوي.

كه څه هم ډېرى وخت د داسې پېښو پړه ځايي طالبانو پر غاړه اخيسته، خو تر اوسه د دې پېښې پړه چاپرغاړه نه دى اخېستې.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA