په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه وايي، چې په جنوب کې يې پرون درې نور سرتېري وژل شوي. ناټو د وژل شويو سرتېرو هويت او کره سيمه نه ده ښودلې، خو وايي يو سرتېرى يې
په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه وايي، چې په جنوب کې يې پرون درې نور سرتېري وژل شوي.
ناټو د وژل شويو سرتېرو هويت او کره سيمه نه ده ښودلې، خو وايي يو سرتېرى يې د طالبانو په بريد کې او دوه نور د يوې چاودونې په پايله کې وژل شوي دي.
په دې سره په روان ميلادي كال كې د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېره ۵۹۶ تنو ته ورسېده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


