ads

جلال اباد كې يو تن د اختطاف په تور په ۱۳ كاله بند محكوم شو

د جلال اباد ښاري محکمې نن د يوې علني محاکمې پرمهال يوه دوه وېشت کلن ځوان ته د يوه نولس کلن ځوان د وسله والې تښتونې په تور د ديارلسو کلونو تنفيذي بند سزا واوروله. د جلال اباد ښاري محکمې نن د يوې علني محاکمې پرمهال يوه دوه وېشت کلن ځوان ته د يوه نولس […]

نویسنده: TKG
28 تله 1389

د جلال اباد ښاري محکمې نن د يوې علني محاکمې پرمهال يوه دوه وېشت کلن ځوان ته د يوه نولس کلن ځوان د وسله والې تښتونې په تور د ديارلسو کلونو تنفيذي بند سزا واوروله.

د جلال اباد ښاري محکمې نن د يوې علني محاکمې پرمهال يوه دوه وېشت کلن ځوان ته د يوه نولس کلن ځوان د وسله والې تښتونې په تور د ديارلسو کلونو تنفيذي بند سزا واوروله.

د جلال اباد د ښاري محکمې رئيس قاضي اشرف وايي، په بند محکوم شوى  غريب د بسم الله زوى په دې تورن دى، چې د روان کال د زمري مياشتې پرنهمه يې يو تن د جلال اباد له کوز مشواڼي سيمې څخه بټي کوټ ولسوالۍ ته تښتولى و.

د ښاري محکمې د رئيس په وينا، تورن تښتونکى د شينوارو کلا سره نيول شوى و، چې اوس د ننګرهار په زندان کې دى.

د ده په رياست د جلال اباد ښاري محکمې نن په يوه علني محاکمه کې، چې د تورن مدافع وکيل هم و، د انسان د قاچاق او اختطاف سره د مبارزې د قانون د شپږمې مادې د لومړۍ فقرې مطابق د ديارلس کلن تنفيذي بند سزا ور واوروله.

د جلال اباد د ښاري محکمې رئيس وايي، چې په علني محاکمه کې د تورن مدافع وکيل پر اورول شوې سزا نارضايتي وښوده او کولاى شي، چې نورو محاکمو کې د تورن دوسيه مخته يوسي.

له تورن سره پرې د لګېدلي تور په اړه خبرو کې پاتې راغلو.

د يادولو وړ ده، چې دا په ننګرهار کې له ډېر وخت راهيسې د رسنيو پر وړاندې کېدونکې لومړنۍ علني محاکمه ده.

يو شمېر خلک د دا ډول محاکمو د اغېزناک ګڼلو ترڅنګ وايي، چې نورې محاکمې دې هم له کوم توپېر پرته ټولې علني تر سره شي، چې چارواکي يې هم د ترسره کېدو ژمنه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA