د کونړ چارواکي پاکستان سره نېږدې د دې ولايت مرورې ولسوالۍ ته له وسله والو طالبانو سره تر څو نښتو وروسته د تازه سرحدي پوليسو د استولو خبر ورکوي.
د کونړ چارواکي پاکستان سره نېږدې د دې ولايت مرورې ولسوالۍ ته له وسله والو طالبانو سره تر څو نښتو وروسته د تازه سرحدي پوليسو د استولو خبر ورکوي.
د مرورې غاښي کنډو سيمه، چې وېل کېږي پخوا پکې يوازې يو امريکايي مرکز موجود و، يوه اونۍ وړاندې پکې د نښتو پرمهال د دولت وسله والو مخالفينو يوه بهرنۍ الوتکه د ناستې پر وخت غورځولې او څو بهرنيو سرتېرو ته يې مرګ، ژوبلې اړولې وه.
د کونړ امنيې قومندان خليل الله ضيايي وايي، تر وروستيو نښتو وروسته سيمه اوس د سرحدي پوليسو او بهرنيو ځواکونو په واک کې ده خو، دى د ورغلو دې تازه ځواکونو شمېره په ګوته نه كړه.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي اداره بيا، چې وسله والو طالبانو يې د غاښي کنډو له مرکزه د ځواکونو د وېستلو دعوه کوله وايي، پخوا هم غاښي کنډو د سرتېرو له شتوالي پرته له سرحدي ځواکونو سره و او اوس هم دغه ځواکونه پکې مېشت دي.
په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان تربيا، بيا هڅو وروسته هم په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا، چې اوس هم په غاښي کنډو کې له امريکايي مرکزه د بهرنيو سرتېرو د وېستو دعوه لري، وايي سيمې ته تازه سرحدي ځواکونه ورغلي او د دوى ملګري دې لپاره، چې د شتوالي اړتيا يې نه ليده، له غاښي کنډو څخه بيرته وتي.
مروره، چې پاکستان ته په لنډه پوله پرته ولسوالي ده، د ځينو په اند که ناامنې وضعې ته يې چارواکي جدي پاملرنه ونه کړي، ښايي افغان دولت ته کوم لوى سرخوږى رامنځته کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


