د سوېډن حكومت د وېكي لېكس ويب پاڼې د بنسټ اېښودونكي جولين اسانش هغه غوښتنه رد كړ، چې غوښتل يې په سوېډن كې ژوند وكړي.
د سوېډن د مهاجرينو ادارې مشر د جولين اسانش د غوښتنې
د سوېډن حكومت د وېكي لېكس ويب پاڼې د بنسټ اېښودونكي جولين اسانش هغه غوښتنه رد كړ، چې غوښتل يې په سوېډن كې ژوند وكړي.
د سوېډن د مهاجرينو ادارې مشر د جولين اسانش د غوښتنې د نه منلو لامل څرګند نه كړ، خو ويې ويل، چې تر شاه يې پټ رازونه دي.
د ويكي لېكس بنسټ اېښودونكى داستراليا اوسېدونكى دى، خو هغه د بيان ازادۍ د پراخو قوانيونو په خاطر غوښتل، چې په سوېډن كې ژوند ترسره كړي او په همدې خاطر يې د روان ميلادي كال په اګست كې سوېډن حكومت ته خپل غوښتنليك وړاندې كړ.
د سوېډن حكومت د جولين اسانش غوښتنليك په داسې مهال رد كړ، چې ويكي لېكس غواړي د عراق په اړه ۴۰۰زره پټ معلومات پر ليكه كړي.
امريكايي ځواكونو د دغه معلوماتو له خپرولو وروسته د حالاتو د قابو كولو په خاطر ۱۲۰ كسيزه ډله جوړه كړې.
په جولاى مياشت كې، ويكي لېكس دافغانستان جنګ په اړه زرګونه پټ معلومات پر ليكه كړي وو، چې په اړه يې امريكايي ځواكونو ويلي وو، چې ښايي له كبله يې د يو شمېر امريكايانو او افغانانو ژوند له خطر سره مخ شي.
د سوېډن د مهاجرينو د ادارې مشر ګنيلا وكسټرويم اى ايف پي خبري اژانس ته ويلي، چې دوى ځكه جولين اسانش ته په سوېډن كې د ژوند كولو اجازه ورنه كړه، چې هغه ونشواى كړى، د سوېډن حكومت شرطونه پوره كړي، خو نوموړي دا شرطونه څرګند نه كړل.
د افغان جګړې په اړه د معلوماتو خپرولو وروسته پر جولين اسانش د جنسي تېريو تورونه لګيدلي، چې پلټنې يې روانې دي.
جولين اسانش پر ځان لګيدلي تورنه ناسم بللي او ويلي يې دي، چې دا د ده پر وړاندې سازش دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


