د ننګرهار پر يوې سرحدي پوستې وسله والو طالبانو له لرې د درنو وسلو بريد او پکې د مرګ، ژوبلې دعوه کړې. چارواکي كه څه هم د بريد پخلى كوي، خو وايي، چې بريد كې هيڅ راز تلفات نه دي ور اوښتي.
د ننګرهار پر يوې سرحدي پوستې وسله والو طالبانو له لرې د درنو وسلو بريد او پکې د مرګ، ژوبلې دعوه کړې.
چارواکي كه څه هم د بريد پخلى كوي، خو وايي، چې بريد كې هيڅ راز تلفات نه دي ور اوښتي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه په ټليفون کليد ته وويل، چې ملګرو يې د تېرې شپې پر يوې بجې د نازيانو ولسوالۍ يوه سرحدي پوسته د هوان پر لسو توغنديو وېشتې او دروند زيان يې رامنځته کړى.
مجاهد د ادعاشوي زيان بڼه او کچه ونه ښوده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى بياد نازيانو پرسرحدي پوستې بريد ردوي، خو وايي د بلې سرحدي ولسوالۍ دوربابا پريوې سرحدي پوستې نن سهار وخته له لرې بريد شوى.
عبدالزى په بريد کې د کارول شويو وسلو او نورو جزياتو په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې بريد کوم زيان نه دى اړولى.
د سرحدي پوليسو ځايي چارواکو تربيا، بياهڅو وروسته هم په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.
ننګرهار، چې په تېره شاوخوا يوه مياشت کې يې اندېښمن شوى امنيتي وضعيت بيرته د کراريدو خواته تللى، دا له څه وخت وروسته پر يوې دولتي سيمې يې لومړنى بريد ګڼل کېږي.
څه موده وړاندې د دوربابا پر يوې سرحدي پوستې چارواکو د وسله والو طالبانو د مخامخ بريد پخلى او پکې د درېيو دغو وسله والو د وژنې دعوه کوله، چې طالبانو يې په رد سره دولتي لوري ته د مرګ، ژوبلې ويل.
د ننګرهار سرحدي ولسوالۍ سره له دې، چې ګاونډي پاکستان ته لنډه پوله لري، د دې ولايت په امنيت لرونکو ولسواليو کې راځي او د پورتني ډول يو نېم بريد په شان ترې د ناامنۍ خبرونه ډېر کم اورېدل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


