ads

د بې پيلوټه الوتكې بريدونو كې ۱۱تنو ته مرګ ژوبله واوښته

ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ۶ تنه مړه او ۵ نور ټپيان شول، چې وژل شوي كسان ډيرى هغه يې ځايي طالبان ښوول شوي دي. ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د […]

نویسنده: TKG
27 تله 1389

ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ۶ تنه مړه او ۵ نور ټپيان شول، چې وژل شوي كسان ډيرى هغه يې ځايي طالبان ښوول شوي دي.

ځايي چارواكو ويلي، چې د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ۶ تنه مړه او ۵ نور ټپيان شول، چې وژل شوي كسان ډيرى هغه يې ځايي طالبان ښوول شوي دي.

په شمالي وزيريستان كې يو ځايي چاروكي رسنيو ته ويلي، چې دغه بريدونه د دوشنبې په شپې نږدې ۱۰ بجې  له مرانشاه څخه نږدې ۳۰ كيلومتره لرې لويدځ لورته د دته خېلو په سنزلې سيمې كې تر سره شوي دي.

سرچينې زياته كړې، چې په دغو بريدونو كې د ځايي طالبانو مركز او يو موټر په نښه شوى و، چې په وينا يې، په كور كې ۲ تنه مړه ۳ ټپيان او په موټر كې ۴ مړه او ۳ ټپيان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه سيمه كې كورونه كم دي او ډېرى برخه يې غريزه ده، چې پكې د روسانو پرضد د جهاد د وخت د يو شمېر جهادي قوماندانانو مركزونه لا هم شتون لري.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو مياشتو كې په شمالي وزيريستان د بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ډېروالى راغلى او په يوه وخت د دغسې سيمې پر اسمان څو دغه راز الوتكې ليدل كېږي، چې له كبله يې په عامو خلكو كې سخته وېره خوره شوې ده.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA